دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 126278
د کندهار چارواکي د ( ۹۱ ) وسله والو د مرګ ژوبلي خبر ورکوي .
د کندهار امنیتي ځواکونو د رواني اونۍ په اوږدو کي ۹۱ تنو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د کندهار امنیتي ځواکونو د رواني اونۍ په اوږدو کي  ۹۱ تنو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

ددې ولایت د امنیت امر نن د یوه خبري غونډي پر مهال خبریالانو ته وویل چي امنیتي ځواکونو  د کندهار ترڅنګ په ټولو ولسوالیو کي عملیات پېل کړي او د دولت وسلوالو مخالفینو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي  خبريالانو ته  وویل چي افغان ځواکونو د کندهار په ټولو ولسوالیو کي عملیات پېل کړي او پر مهال یې  ۷۲ تنه د دولت وسلوال مخالفین وژلي ، ۱۳ تنه زخمیان کړي  ، او  ۶ تنه یې هم ژوندي نیولي دي .

نوموړي وایي  افغان ځواکونو د یادو عملیاتو پر مهال  د وسلوالو مخالفینو  ۲۰ عرادې موټر سایکلان او ګڼ شمیر سپکي او درنې وسلې هم  ترلاسه کړي دي .

د امنیت امر وایي چي د رواني اونۍ په اوږدو کي یې د جنایي پیښو په تړاو  ۸ تنه نیولي او همدا راز یې ۶ ګرامه هيروین او ۷۵۰ کلو ګرامه چرس هم د درې تنو سره یوځای نیولي دي .

اطرافي  د کندهار او ارزګان ولایت ترمنځ د تړل سوي لویي لاريي په اړه هم یادونه وکړه او وایي ددغه لاري د  تړلو لوی  لامل د وسلوالو مخالفینو له  لوري ښخ سوي ماینونه دي  .

هغه  وایي خوشي سوي  ۷ پوستې بیاځلي افغان ځواکونو نیولي او زیاتوي دوه کلومتره ساحه وسلوالو مخالفینو  په ماینونو پوښلې چې د پاکېدو سره سم به  دغه لاره  ډير ژر د خلکو پر مخ پرانستل سي .

باید یادونه وسي چي د کندهار او ارزګان ولایت ترمنځ لویه لاره د تیرو دوو اونیو راپدېخوا  د جګړې له امله تړل سوې او ویل کیږي په دغه جګړه کي لسګونه وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .


https://avapress.com/vdcbz0b8wrhb55p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته