دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 133017
چارواکی وای، په هلمند ولایت کې امنیتي او دفاعي ځواکونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۲۴ وسلوال مخالفین وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي. دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د هلمند والی مطبوعاتی دفتر په خبره شوی خبرپانه کی راغلی دي. د دولت وسلوالو مخالفینو ته یاد تلفات د «قهرمیوند» په روانو عملیاتو کې رامنځته شوي او عملیات کوونکو ځواکونو د مخالفینو لخوا چاودنو ته ایښودل شوي ۲۷ ماینونه کشف او شنډ کړي. سرچینو زیاتیو، د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات د یک یکشنبه ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویلی دی، چې په بولان سیمه کې د ۲۱۵ میوند قول اردو اړوند الوتکو بمباري کړې ده، چې په ترڅ کې یې ۱۰ تنه وسلوال وژل شوي او ۱۵ نور یې ټپیان شوي دي. په خبرپانه کی راغلی دي، په وژل شویو مخالفینو کې د طالبانو مهم قومندانان او سرګروپان هم شامل دي او یو هاوان یې ویجاړ شوی دی.
https://avapress.com/vdca6en6049new1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته