د
افغان غږ خبری آژانس د خبر گزاری له مخی:نوموړي په بلخ کي د ۲۰۹ شاهین قول اوردو له سرتېرو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې باید د ملي پوځ سرتېرې په شمال کې د ترهګرو جنګي ماشینونه له منځه یوسي.
ولسمشر د ملي پوځ سرتېرو ته په خطاب کې وویل باید هغه کار وکړي چې ترهګر په راتلونکي پسرلي کې د وران کاریو توان ونهلري.
ښاغلي غني وویل:«د دښمن طرحه دا ده یوه با ثباته جزیره ناامنه کړي او زموږ واضح اراده دا ده چې هغوی ته دا اجازه نه ورکوو.»
بلخ ولایت ته د ولسمشر د سفر موخه،په مزار شریف ښار کې د المان پر کونسلګرۍ د برید له قربانیانو سره خواخوږي او د بلخ د عمومي اوضاع څېړل بلل شوي دي.
عطا محمد نور چې په دوه وروستیو کلونو کې د مرکزي حکومت د خوښې پر خلاف دوه کاله سرپرست پاتې شوی،له ولسمشر څخه تود هرکلی وکړ او له هغه یې ځینې غوښتنې هم وکړې.
د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور څرګنده کړه:«د چټګ غبرګون په قطعه کې زیاتوالی،چې دا د کړنې په چټکتیا کې ډېر ګټور دی،لکه څرنګه چې زموږ د پولیسو ځانګړې قطعه د ځواکونو زیاتوالي ته اړتیا لري.»
د هېواد په شمال کې د ملي پوځ قومندان جنرال مهمند کټوازي،ولسمشر ته ژمنه وکړه چې دولتي ځواکونه له هېواد څخه د دفاع او خلکو ته د خدمت لپاره تر مرګه چمتو دي.
ښاغلي کټوازي زیاته کړه:«د ملي پوځ ځواکونه له هېواده د دفاع لپاره چمتو دي او د خلکو د امنیت ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره هڅه کوي.»
له بلخوا ولسمشر هم د ملي پوځ ځواکونو ته ژمنه ورکړه چې د دولتي ځواکونو او همدارنګه د هغو سرتېرو او افسرانو د کورینو ستونزو ته به رسېدنه وکړي چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې وژل شوی دي او د خپل په کاري لومړیتوب کې به یې راولي.