دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۲۳:۲۳
د مطلب کود : 134766
د وردګوولایت پولیسوباید دزه کړیال دعاملینوپیدا کړي
د کورنیو چارو وزارت ویلی دي، چي د وردګو ولایت پولیسو باید د زده‎کړیال د عاملینو د نیول کېدو او د سزا رسولو اقدام وکړي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخي، د کورنيو چارو زوارت د خبرپاڼې په خپرولو سره په چک ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې د یوه زده‎کړیال وژل، د بې‎ګناه خلکو پر وړاندې جنایت بولي او د دې پېښې د عاملینو پرتعقیب ټینګارکوي.
ویلګږي، چي طالبانو د جمعې پر ورځ د کابل د پولي‎تخنیک پوهنتون یو زده‎کړیال چې دې ولایت ته تلی وه، په دار وځړاوه.
د میدان وردکو چارواکي ويلي دي، چې دغه زده کړیال فیض الرحمن رحماني نومېده د چک ولسوالۍ وه چې له کابل څخه نوموړي ولایت ته ستون شوی وه او د طالبانو له خوا د جاسوسۍ په تور اعدام کړل شو.
خوتراوسه د دې پېښې عاملین نه دي پېژندل شوي اوکورنیوچارو وزارت دوردکوولایت پولیسوامرکړي دي ددي پښي دعاملینو باید پیدا شي.
https://avapress.com/vdcce0qse2bq1m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته