دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۵۷
د مطلب کود : 135429
د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ښځو وژل په هیڅ دین او قانون کې توجیه نه لري
تروریستانو نن سهار یو ځل بیا په وحشت او جنایت لاس پورې کړ او د کندهار د هوایي ډګر پنځه تنه کارکوونکې یې له موټرچلوونکي سره شهیدانې کړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په دغه دردناکه پېښه سخت خواشینی شو او د دغه وحشیانه عمل د غندلو پرمهال یې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ښځو وژل د افغانستان د دښمنانو د ذلت او ضعف نښه وبلله.
جمهور رئیس غني وویل، د ښځو بې رحمانه وژل په هیڅ دین او قانون کې توجیه نه لري او د افغانستان دښمنان په دې وحشیانه عمل سره یو ځل بیا ثابته کړه، چې نه یوازې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په مقابل کې قرار لري، بلکې د افغانستان د پرمختګ مانع هم دي.
جمهور رئیس د دې لوی جنایت د عاملینو د تعقیب او مجازاتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د دې دردناکې پېښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي.
ارګ-ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcj8ievhuqetxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته