دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۲۸
د مطلب کود : 135577
په انقره کې د ترکي پولیس له خوا د روسیې د سفیر وژل
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی : دغه شخص له ۲۰۱۳ زیږدیر کال راهیسې په انقره کې وه.کارلوف ۶۲ کلن وه او له دې وړاندې په شمالي کوریا کې د شوروي اتحاد سفیر او په سوېلي کوریا کې د روسیې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې وه.
یوه ترکي پولیسو د دوشنبې په ورځ په انقره کې د«حلب او الله اکبر» له شعر سره په ترکیه کې د روسیې سفیر یې په ډزو سره وواژه.
د روسیې سفیر انډري کارلوف هغه مهال په نښه شو چې د انځور له یوه نندارتون څخه یې لیدنه کوله.
هغه له ۲۰۱۳ زیږدیر کال راهیسې په انقره کې وه.کارلوف ۶۲ کلن وه او له دې وړاندې په شمالي کوریا کې د شوروي اتحاد سفیر او په سوېلي کوریا کې د روسیې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې وه.
خپاره شوي انځورونه ښيي چې سفیر ولاړ دی او وینا کوي چې ناڅاپه ډزې کېږي او سفیر په ځمکه پرېوځي او بریدګر له تورې دریشۍ او نېکټايي،وسله په لاس د ننداره چیانو په وړاندې درېږي.
په انځورونو کې لیدل کېږي چې بریدګر لومړۍ الله اکبر شعار ورکوي وروسته په عربي ژبه جهاد ته بیعت کوي او ترکیې ته په خطاب کې وايي:«سوریه مه هېږوئ،حلب مه هېروئ.ټوله هغه کسان چې په دغه ظلم کې شامل دي،مسؤول به وي.»
د رپوټونو پر بنسټ،بریدګر په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي چې بریدګر مولود آلتین تاش نوم درلود له دوه کلونو راهیسې یې د انقره د بلواګرۍ پر ضد د پولیسو غړيتوب ترلاسه کړی وه او روښانه نه ده چې له کومې ډلې سره یې اړیکه لرلې او که نه؟
د ترکیې امنیتي چارواکو ویلي چې د بریدګر مور،خور او پلار د پلټنو لپاره په خپل کور کې په بند کې دي.
https://avapress.com/vdcd5k0f5yt0sk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته