دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 144007
د کابل پولیس څلور ارشد مسولینو دندی تعلیق ته ولویدی
د کابل د تروریستی برید په تړاو، د پولیسو څلور ارشدو مسولینو دندی تعلیق ته ولویدی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، د کابل آسمایی ۱۰۱ زون قوماندانی پیشنهاد په اساس او د اصلاحاتو په مقصد او مکافاتو اومجازاتو اصل ته په کتو سره او داخلی چارو وزیر په منظور د کابل پولیسو څلور تنوارشدو مسولینو دندی تعلیق ته ولویدی.
د هغه اطلاعیه په اساس چی په دی مقصد صادر سوی دی، ځینی مقامات لکه مل پاسوال محمود مجیدی؛ د لسمی حوزی امیر، سمونیار محمد ظاهر؛ په یاد حوزه کی د تروریزم سره مبارزی مدیر، لمړۍ څارن جمال الدین؛ ددی حوزی سمیه ایز کنترول آمر او څارمن رحمت الله؛ د لسمی حوزی دریم تولی قوماندان دندی یی تعلیق ته ولویدی.
دا اطلاعیه زیاتوی: څیړنی په دقیق او هر اړخیزه ډول جریان لری او که نور کسان هم د کابل چهارشنبی تروریستی برید په تړاو په خپلو دندو کی کوتاهی او بی باکی کړی وی د قانون په مطابقت سره د هغوی سره جدی برخورد صورت نیسی.
https://avapress.com/vdcbgab8zrhbagp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته