دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 147789
د افغانستان او هند پر ضد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تورونه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف ادعا کوي چې هند او افغانستان د پاکستان پر خلاف د دسیسو په جوړولو ښکیل دي.

نوموړې تیره ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د وینا پر مهال ادعا وکړه چې اسلام اباد تل هڅه کړي ترڅو له خپل ګاوڼدي هېوادونو سره او په خاصه توګه له هند او افغانستان سره ښه اړیکې ولري خو دواړه هېوادونه په دې اړه تر اوسه کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د پاکستان د پخواني دفاع وزیر ښاغلي آصف دا ادعا هم وکړه چې په کشمیر کې له اوربند څخه د سرغړونې ترڅنګ هند تل د افغانستان له هغو دسیسو څخه ملاتړ کړی دی چې د پاکستان پر ضد جوړه شوي.

هغه دا هم وویل، چې هند او افغانستان دې د اسلام اباد د سولې له هڅو څخه ملاتړ وکړي.

د چارواکو په وینا، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او په خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزات هم څو مخکې ویلي وو، چې د ۲۰۱۶ کال په ترڅ کې په افغانستان کې اکثریت بریدونه د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو له خوا په پاکستان کې پلان شوي وو.

د امریکا متحده ایلاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې وایي دوی په تمه ده چې له وسله والو سره د پاکستان په چلند او په ځانګړي ډول له وسله والو طالبانو د ملاتړ په برخه کې بدلونونه وویني.

د ولمسشر ټرمپ ملي امنیت سلاکار جنرال هربرت مک څو ورځې مخکې وویل چې له طالبانو او نورو ډلو هر ډول ملاتړ امریکا ته د زغم نه دی او زیاته یې کړه د ترهګرو پر وړاندې د پاکستان چلند یې انتخابي و.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwzb89rhbazp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته