دغې ادارې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې افغانستان د اداري فساد په برخه کې د ۱۷۷ هېواد یاد کړی، چې ورپسې سوریه، سوډان او سومالیا له افغانستان څخه وروسته د نړۍ فاسد هېوادونه یاد شوي دي.
د روڼتیا نړیوالې ادارې په خپل کلني راپور کې په ډاګه کړې، چې افغانستان د نړۍ د اداري فساد په برخه کې د ډېرو ککړو هېوادونو په لومړي سر کې دی؛ خو تېر کال له فساد سره د مبارزې په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی؛ بلکې فساد په کې اوج ته رسیدلی دی.
د روڼیتا نړیوالې ادارې په سږني راپور کې پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونه هم په اداري فساد کې ښکېل یاد شوي دي.
له اداري فساد څخه د پاکو هېوادونو په لومړي سر کې دا ځل نیوزیلند راغلی، ورپسې دنمارک، فنلند او ناروې یاد شوي، چې په کې لږ اداري فساد شوی.
تېر کال افغانستان د اداري فساد په برخه کې ۱۶۹م ځای درلود او دنمارک د اداري فساد په برخه کې پاک هېواد بلل شوی و؛ خو سږ کال افغانستان ۷ درجې مخکې شوی او څلورم مقام یې ګټلی دی.
د روڼیتا نړیوال سازمان مرکز د جرمني په برلین کې دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)