دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 163257
د ارزګان په ولایت کی ۱۸ تنه وسله وال وژل شوی
ویل کیږی، په ارزګان ولایت کې افغان امنیتی ځواکونوهوایي عملیاتونه ترسره کړي دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ملي دفاع وزارت نن ورځ په خپره شوي خبرپاڼه کې ویلي دی، افغان امنیتی هوايي ځواک د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر پتنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.
سرچینې زیاتوی، په دغه هوايي بریدونو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۴ نور ټپیان شوي دي او دغه راز د هغوی دوه پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
خو تر اوسه د دولت مخالفینو(طالبان) په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcjitevauqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته