دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 163464
پکتیا کې ماین ښخوونکې خپل ماین شکار شو
پکتیا احمد آبا ولسوالی کې ۴ تنه ماین ښخوونکې خپل ماین شکار شوی او وژل شوی دی.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۲ مه نېټه؛ په رالېږل شوې خبرپاڼه کی ویلي:"تېره شپه د احمدابا ولسوالۍ اړوند د ملنګ ډنډ په سیمه کې څلور تنه ماین ښخوونکي وسله وال طالبان چې غوښتل یې ورسره ماینونه په عام سړک کې ځای پرځای کړي، د خپل ماین د چاودېدو له امله وژل شوي، د دولت وسله والو مخالفینو د پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي".
دا په داسې حال کې ده چې اوونۍ وړاندې د احمد آبا ولسوال حضرت محمد رودوال په یوه موټربم چاودنه کې ټپي او دده یو تن ساتونکی سره له یو عام وګړي ووژل شول.
https://avapress.com/vdcjmtevxuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته