دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 168545
ټاکنو کمیسیون د حکومت او سیاسی مشرانو ناستې پایلې اعلان کړي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد له سیاسي مشرانو سره د حکومت د ناستې پایلې په یو مطبوعاتي کنفرانس کې څرګندې کړې.

نوموړی زیاته کړه، چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د ټاکنو په اړه له سیاسي مشرانو سره څلور ځله ناستې ترسره کړې خو دغه ناستې بې نتیجې پای ته رسېدلي.
ښاغلي صیاد زیاته کړه، چې د سیاسي ګوندونو استازي غواړي چې انتخباتي سیسټم باید د انتقال وړ رایو په سیسټم بدل شي، په ټاکنو کې له ټکنالوژیو څخه باید کار واخیستل شي او د ټاکنو پر بهیر څارنې ولري.
د ښاغلي صیاد په ویناد، د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو له بهیر څخه د څارنې په اړه د سیاسي ګوندونو له وړاندېز سره ستونزې نه لري خو په دې شرط چې سیاسي ګوندونه د خپلو ناظرینو اسناد  ټاکنو کمېسیون ته وړاندې کړي او له کمېسیون څخه یې باور لیکونه ترلاسه کړي.
د ټاکنو کمېسیون رئیس څرګند کړ چې د سیاسي ګوندونو ناظرین باید د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنې نه کړي.
ښاغلي صیاد په همدې حال کې وویل، چې په ټاکنیزو سیسټم کې بدلون او د ټکالوژیو د کارونې په اړه  د سیاسي ګوندونو غوښتنې به د ټاکنې بهیر له ځنډ سره مخ کړي.
هغه وویل، چې په ټاکنیزو قوانینو کې تعدیل د حکومت پورې اړه لري او د ټاکنو کمېسیون چمتو دی چې د نوی قانون پر پلې کېدو کار وکړي خو ټینګار یې وکړ چې دا کار به د ټاکنو بهیر له ځند سره مخ کړي.
نوموړی دا هم وویل، چې د ټاکنو کمېسیون د ټکنالوژیو له کارولو سره مخالف نه دی خو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې دا کار ممکنه نه ده او دوی به وکولای شي په ولسمشریزو ټاکنو کې له ټکنالوژیو کار واخلي.
 
https://avapress.com/vdceev8znjh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې