دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 173562
د پنجشیر په یو روغتون کې ۱۲نوې زېږېدلې ماشومان مړه شوي
د پنجشیر ولایت په یو روغتون کې ۱۲نوې زېږېدلي ماشومان په ناڅاپي توګه مړه شوي دي.

د پنجشیر د روغتیا رئیس شېردل دانش د دوشنبې په ورځ امریکا ږغ وویل چې تر دامهاله د مړو شویو ماشومانو د مړینې لامل معلوم نه دی خو وه یې ویل چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
نوموړي زیاته کړه چې مړه شوي ماشومان ټول تر خپل نورمال وخت مخکې زېږدلي وو چې د کم وزن له امله د دغه ولایت په یو روغتون کې تر جدي مراقبت لاندې و.
"ټول نوې زېږېدلي ماشومان د بېلابېلو روغتیايي ستونزو له امله بستر وه، دا چې د دوی د مړینې اصل لامل مکروب، مرضونه او یا تخنیکي ستونزه ده معلومه نه ده، څېړنې روانې دي، تر دامهاله بشپړه شوي نه دي."
نوموړي زیاته کړه چې د مړو شویو ماشومانو عمرونه له شپږو تر پنځلسو ورځو پورې وو.
دانش وویل، په دې اړه یو هیئت ټاکل شوی تر څو د یادو ماشومانو د مړینې لامل معلوم کړي.
په افغانستان کې تر خپل نورمال وخت مخکې د ماشومانو زېږېدل یوه له جدي‌ روغتیايي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي چې په اړه یې روغتیاپالانو اندېښنې ښودلې.
روغتیاپالان تر خپل نورمال وخت مخکې د کم وزن لرونکو ماشومان زېږېدل په مېرمنو د درندو کارونو کول، د حاملګۍ پرمهال د ډاکټرانو له مشورې پرته د درملو خوړل په ګوته کوي.
په افغانستان کې په دې برخه کې د معیاري روغتونونو نشتوالی هم یوه له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmtev8uqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته