دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 175354
ارزګان ولایت کې امنیتی ځواکونو نږدی ۲۷ تنو طالبانو ته مرګژوبله اړولي
د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وایې، د دغه ولایت په خاص ارزګان او چارچینو ولسوالیو کې د هوایي بریدونو پر مهال ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

په دغه ولایت کې مېشت د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلې لوا ویاند جګړن خان جان نصرتي رسنیو ته په خبرو کې وویل، دغه هوایي بریدونه د خاص ارزګان او چارچینو ولسوالیو په یو شمېر طالب مېشتو سیمو کې د افغان هوایي ځواکونو له‌خوا شوي دي.
نصرتي وایي، په‌دې بریدونو کې د وسله‌والو مخالفینو وسلې او مهمات هم له‌منځه تللي دي.
وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcammn6y49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته