دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 176252
غزني کې له ۱۷۰۰بیځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
غزني کې له ۱۷۰۰ بیځایه شویو کورنیو سره د کډوالو چارو ریاست لخوا نغدي مرسته وشوه.
د غزني والي الحاج وحیدالله کلیمزي، نن له غرمي مخکي د یادو مرستو د ویش پر مهال وویل، چې د مرستو په دغه بسته کې ۱۷۰۰ هغه کورنۍ شاملي دي چې د جګړو، طبعي پیښو او ځینو نورو عواملو له کبله د خپلو اصلي سیمو پریښودو ته اړ شوي او خیني یې له بهرنیو هیوادونو څخه بیرته هیواد ته راستانه شوي دي.
د هغه په وینا بیځایه شویو کورنیو سره د مرستي لپاره د کډوالو چارو وزارت لخوا غزني ته ۲۵ ملیونه ۵۱۸ زره افغانۍ غزني ته ورکړل شوي دي: (( موږ تر سروي وروسته مستحقي کورنۍ تثبیت کړي، چې ټول یې ۱۷۰۰ کورنۍ دي او هري کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ ورکول کیږي.))
والي ښاغلي کلیمزي دغه راز څرګنده کړه چې په غزني کې کډوالو ته د دوهم ښارګوټي د توزیع پلان هم شته او تر قانوني پړاوونو وروسته به یې عملا د ویش چاري پیل شي.
د یادوني وړ ده، چې شاوخوا لس کاله مخکي هم غزني کې د البیروني په نامه یو ښارګوټي له بهرنیو هیوادونو څخه هیواد ته پر راستانه شویو کډوالو ویشل شوي
سرچينه : Afghan Voice Agency(AVA)
https://avapress.com/vdciwqazrt1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته