نظام الدین قیصاري د قیصار په ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان و چې څو مباشتې مخکې ونیول شو او ملي امنیت کې بندي و.
د هغه د نیونې په غبرګون کې څو شمال ولایتونو کې پراخ اعتراضونه وشول او هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته را ستنېدو لپاره زمینه برابره شوه څو خپل پلویان وهڅوي چې دا اعتراضونه پای ته ورسیږي. جنرال دوستم کابل ته له رسېدو سره سم خپلو پلویانو ته وویل چې د قیصاري د خلاصون لپاره له ولسمشر سره خپله غږیږي او که چېرې یې پایله ورنکړه بېرته به ترکیې ته ولاړ شي.
قیصاري د دوستم له باوري کسانو څخه یو دی. خو منتقدین یې نوموړی په بشریت ضد کړنو او جرمونو تورنوي