دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۶
د مطلب کود : 182036
یوناما په کندوز کې د ۱۳ ولسي وګړیو وژل کیدل ومنل
په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر( یوناما) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ په کندوز کې د جمعې پر شپه د بهرنیو ځواکونو په هغه هوایي برید کې، چې د افغان ځواکونو پر ملاتړ ترسره شوی د لس ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي دي.

یوناما په دې خبرپاڼه کې د اړوند پېښې په اړه خپل لومړني معلومات څرګند کړي دي.
یوناما په ډاګه کړې، چې په یاد بمبارد کې وژل شوي خلک د جګړو له کبله تلوکه سیمې ته را کډه شوي وه.
د یوناما د خبر پاڼې له مخې؛ دغه پېښه مرکز ته نږدې په یاده سیمه کې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه رامنځته شوې ده. دغه راز د وژل شویو کسانو د هویت پېژندنې په اړه هم څېړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز ولایتي شورا غړیو تېره ورځ ویلي وه، چې په یاد بمبارد کې ۱۴ کسان وژل شوي دي.
یوناما له اړوند بنسټونو غوښتي، چې دوی دې هم خپلې څېړنې ترسره کړي او هڅه دې وشي، چې د ملکي زیانونو مخه ونیول شي.
یوناما د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه په خپل کلني راپورکې، چې د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې خپورشو؛ څرګنده کړې، چې د ۲۰۱۸ کال زیانونه د ۲۰۱۷ کال په پرتله ډېر دي او له ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې د نړیوالو ژمنو له مخې باید د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfm0dyvw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته