د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا هم دا خبر تأییدوي او وایي چې دا شورا د انتخاباتو د تحریم په اړه وروستۍ پرېکړې ته لا نه ده رسېدلې.
دغه څرګندونې نن یکشنبه د سولې او اعتدال د ټيم ویاند قادرشاه ازادي راډيو ته وکړې.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو یوه نوماند شهاب حکیمي هم د شورا د نورو غړو په استازیتوب ازادي راډيو ته وویل چې که وروستۍ حکومتي مقرریانې لغوه نشي، انتخابات به تحریم کړي.
ښاغلي حکیمي وویل چې دوی په پام کې لري چې په دې اړه یو ۱۴ ماده ییز پرېکړه لیک هم نشر کړي.
د ښاغلي حکیمي په خبره، هغه مقرریانې چې په دې وروستیو کې شوي، که د میزان تر لومړۍ نېټې لغوه نشي او تر راتلونکې پنجشنبې یې غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي، نو انتخابات ته به تحریم کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې نن یکشنبه د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د انتخاباتي مبارزو د پیل لومړۍ ورځ پیل شوه.
د یادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات د میزان د میاشتې په شپږمه نېټه ترسره کېږي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ورته۱۸ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)