دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۵۷
د مطلب کود : 195279
سږ کال د افغانستان ګمرکي عواید ۱۱ سلنه لوړ شوي دي
مالیې وزارت وايي، سږ کال یې د ګمرکي عوایدو لپاره ۱۸۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی و، خو لا څومیاشتې پاتې دي او دوی ۱۶۵ میلیارده عواید راټول کړي دي چې د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
مالیې وزارت وايي، سږ کال یې د ګمرکي عوایدو لپاره ۱۸۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی و، خو لا څومیاشتې پاتې دي او دوی ۱۶۵ میلیارده عواید راټول کړي دي چې د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
  د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیسې امنه احمدي نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، تر دې دمه ۵۰ زره شرکتونو ترې د کار جواز اخیستی خو لا یې یو هم خپل حسابونه تصفیه کړي نه دي.
 په خبري کنفرانس کې د عوایدو او ګمرکاتومعین ولیدتمیم بیا وویل دټاکنو د پایلو ځنډ د سوداګرو پر کار بد اغېز کړی دی، خو زیاته یې کړه چې ماليې وزارت د مالیاتو  لپاره  الکترونیکی سیسټم رامنځته کړی چې په هرات، بلخ او ننګرهار ګمرکونو کې یې کار پيل کړی او دا به فساد راکم کړي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت په مالیې وزارت کې د ژورو اصلاحاتو راوستلو ژمنه ولس ته سپارلې وه.
https://avapress.com/vdciywaz3t1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته