افغانستان هم له دې امله، چې د نورو هېوادونو الوتنو د افغانستان له هوايي حریم د تېرېدو کچه کمه کړې ده، په تېرو دوو اونیو کې شاوخوا پنځه میلیون ډالر زیان لیدلی دی.
کورونا وېروس خپرېدو نه یوازې په نړیواله کچه د سر زیان اړولی، بلکې په هېوادونو کې، په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې زیان اړولی دی.
ددغو اقتصادي زیانونو یو ډول د هوايي لارو له درکه د پیسو لاسته راوړل او د الوتنو درېدل یادولی شو چې د افغانستان د ملکي خدمتونو او هوايي چلند په وینا، په وروستیو دوو اونیو کې د کورونا وېروس د وېرې له کبله د شرکتونو کابو اتیا سلنه الوتنې نورو هېوادونو ته کمې شوې او افغانستان ته هم د بهرنیو هېوادونو نژدې ۵۰ سلنه الوتنې کمې شوې دي.
د کورونا وېروس د وېرې له خپرېدو سره ښايي ددغو الوتنو کچه تر ۹۰ سلنه راټیټه شي:
"د افغانستان هوايي چلند ملکي خدمتونو اداره هم د سیمې او نړۍ په شان د کورونا وېروس پراخېدو له امله اغیزمنه شوې ده. اوس موږ له چین، هند، تاجکستان، ازبکستان، سعودي عربستان سره د دوه طرفه پروازونه په بشپړه ډول درولي دي او له ایران سره مو پروازونه ۹۰ سلنه کم شوي دي. له ترکیې او دوبۍ سره پروازونه دوام لري، ځکه موږ د ترانزیت له پلوه د دغو دوو هېوادونو په هوايي ډګرونو پورې تړلي يو."