ناپيژاندو وسله والو لږه شېبه وړاندې د کندهار ښار ۳ امنیتي حوزې بای پاس سیمه کې د ددې ولایت امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د کنترول منطقوي آمر څارنمن محمدنسیم اعتبار وژلی او تښتېدلي دي.
د کندهار امنیتي چارواکي ددې پېښې په تایید سره وايي، چې پېښه یې تر جدي څېړنې لاندې نیولې او د بریدګرو د نیولو هڅې روانې دي.
څارنمن محمدنسیم اعتبار د غزني د پخواني او کاپیسا د اوسني امنیه قومندان جنرال فرید مشعل ورور او د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال رازق له نیږدې ملګرو څخه ګڼل کېده، چې له تیرې څه مودې راهیسې د یې کندهار په امنیه قومندانۍ کې د جنايي جرمونو د منطقوي کنترول د آمر په توګه دنده ترسره کوله.