دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 212969
د ویسټ انډيز د غوره لیګ سیالیو لپاره د هېواد د کریکټ ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي په امتیاز واخیستل.
دغو لوبغاړو کې د هېواد کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، محمدنبي، راشد خان، مجیب څدراڼ، قیس احمد او رحمان‌الله ګربز شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د هېواد ملي لوبغاړو، نبي، قیس احمد، او مجیب ځدراڼ او راشد خان خپله کارنامه کې د ویسټ انډیز د غوره لیګ سیالیو تجربه درلوده،  خو د رحمان الله ګربز لومړی ځل دی چې دې لیګ کې به لوبه وکړي.
ټاکل شوې د ویسټ انډیز کریکټ غوره لیګ سیالۍ د روان زیږدیز کال په اګست میاشت کې د نړۍ نامتو لوبغاړو په ګډون سره پیل شي.
 
https://avapress.com/vdcepw8wojh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته