دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 216738
امنیت شورا پر ایران د امریکا د بندیزونو طرحه رد کړه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ایران د امریکا د بنديزونو په اړه د دغه هیواد نوې طرحه نه ده منلې. د راپورونو له مخې امریکا پر ایران د وسلو د بنديز لپاره امنیت شورا ته یو پرېکړه‌لیک لېږلی و او غوښتې یې و چې پر ایران د وسلو په برخه کې اوسني بندیزونه وغځېږي، خو دغه طرحې یوازې دوې مثتبې رایې لرلې او روسیې او چین ورته د رد رایه کارولې وه. دغه راز د امریکا د بهرنیو چاور وزیر مایک پمپیو د یادې طرحې د رد کېدو په غبرګون کې ویلي، امنیت شورا ايران ته د سزا په ورکولو کې پاتې راغله. پمپيو وايي، ایران په سیمه کې د ترهګرو ملاتړی دی، پر وسله‌والو ډلو وسلې وېشي او ترهګرو ته روزنه ورکوي نو امنیت شورا باید یادې طرحې ته رایه ورکړې وای. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم امریکا د ایران څلور تېل وړنکې بېړۍ چې وینزویلا ته یې تېل لېږدول نېولې وې او ویلي یې و، تر څو چې پر ایران بندیزونه دوام ولري، دغه هیواد نه شي کولای چې تېل وپلوري، خو ایران بیا د دوی دغه ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې و، د دوی هیڅ کومه بېړۍ نه ده نیول شوې.
https://avapress.com/vdcc1eqi42bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته