دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 217523
د پاکستان لومړي وزیر عبدالله عبدالله ته د ورتګ بلنه ورکړه
د پاکستان لومړي، وزیر عمران خان د افغانستان د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره ټیلفوني خبرې کړي او هغه یې پاکستان ته ور بللی دی. د مصالحې عالي شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ کړی او هیله یې ښودلی چې بین الافغاني خبرې ژر پیل شي او دغه هیواد کې کړکیچ له منځه لاړ شي. عمران خان په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان د سولې او ثبات او د ګټورې ګډې سیمه ییزې همکارۍ په مانا بللي دي. د خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلي عبدالله هم د افغان سولې له بهیره د ملاتړ له امله له عمران خانه مننه وکړ او زیاته یې کړه چې افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره یو استثنایي فرصت برابر شوی او باید چې له دې فرصت نه د سولې راوستو لپاره ګټه پورته شي. ښاغلي عبدالله همداشان افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره سیمه ییزه اجماع او د پاکستان همکاري لازمه بللې ده. عبدالله ژمنه کړې چې ډیر ژر به د بین الافغاني مذاکراتو له پيلیدو وروسته پاکستان ته سفر وکړي. دواړو غاړو ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي کمیدل کولی شي د بین الافغاني خبرو پیلیدو لپاره یوه مناسبه فضا جوړه کړي. دا ټلیفوني خبرې داسې حال کې کیږي چې د قطر د طالبانو یو پلاوی دوه ورځې وړاندې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اسلام اباد ته تللی او د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي سره یې لیدلي دي. که څه هم تر اوسه د بین الافغاني خبرو د پیلیدو څرک نه لګیږي، خو وروستیو ورځو کې سیاسي منډې ترړې یوڅه زیاتې شوي دي. ولسمشر غني نن چهارشنبه سهار پغمان ته د پخواني جهادي مشر، عبدرب رسول سیاف لیدنې ته ورغلی و. ولسمشرۍ ماڼۍ وایي په دې لیدنه کې د سولې اړوند مسایلو باندې خبرې شوي دي.
https://avapress.com/vdcf0ed0mw6dyta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته