دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 218283
خوځون: د ملي مصالحې شورا د رهبرۍ نوم لړ به ژر نهايي شي
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، ډاکټر عبدالله عبدالله د یادې شورا د رهبرۍ د غړو ټاکلو لپاره د هیواد سیاسي او جهادي شخصیتونو سره لیدنې پيل کړي دي.
د دغه شورا ویاند فریدون خوځون نن یکشنبه سپټمبر۶(وږې۱۶) امریکا غږ ته په لېږلي غږیږ پیغام کې ویلي چې د ملي مصالحې شورا د رهبرۍ پر نوم لړ کار روان دی چې په وینا یې ډېر ژر به وروستی شي.
نوموړي زیاته کړې چې د مصالحې عالي شورا د سولې پروسې مسؤلیت او مدیریت په غاړه لري او په وینا یې په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.
هغه ویلي:"د ملي مصالحې د رهبرۍ نوم لړ باندې کار روان دی، ډېر ژر به نهايي شي او تر هغه وروسته به اعلان شي."
دا په داسې حال کېده چې روانه میاشت د ولسمشر غني لخوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا د غړو لست اعلان شو.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې دا شورا په هیواد کې د سراسري سولې په اړه د ملي اجماع د رامنځته کیدو او د هغه سیاسي توافق پر اساس جوړه شوې چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او پخواني اجرائیوي مشر عبدالله عبدالله تر منځ شوی و.
ارګ دې شورا ته د ۴۶ کسانو نومونه لیږلي و او د ملي روغې جوړې عالي شورا ته یې یوه اونۍ وخت وررکړی چې د شورا د عمومي مجمع د غړو لست نهایي کړي.
خو عبدالله عبدالله تېره اونۍ وویل چې د ملي مصالحې عالي شورا ایجاد د یادې شورا د رئیس له صلاحیتونو څخه دی.
د سولې مخامخ مذاکرات
پر همدې مهال د ملي مصالحې عالي شورا یو ځل بیا ویلي چې د افغان حکومت مذاکراتي ټېم له طالبانو سره خبرو ته پوره چمتووالی لري.
د یادې شورا ویاند فریدون خوځون نن یکشنبه ویلي چې په دې اړه ټول ترتیبات نیول شوي دي.
د مصالحې شورا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د مخامخ مذاکراتو لپاره حاضر شي تر څو خبرې پيل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjooe8tuqev8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته