دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 220929
د بدخشان مرکز فیض اباد اتمه ناحیه طالبانو نیولې ـ چارواکي
امنیتي چارواکي وايي، د بدخشان مرکز فیض اباد اړوند اتمه ناحیه تېره ورځ د وسله والو طالبانو نیولې ده.

چارواکي وايي، له دوو اونیو نښتو وروسته تېره ورځ افغان امنیتي ځواکونو له یادې سیمې څخه تکتکیي شاتګ کړی دی.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني نن یکشنبه اکتوبر۱۸(تلې۲۷) امریکا غږ ته وویل چې له تېرې ورځې اتمه ناحیه د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د تیرې دوو اونیو راپدېخوا په یاده سیمه کې د جګړې له امله ۲۹ وسله وال طالبان او ۷ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۶۳ طالبان او درې امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي.
هغه وویل:"د «دو ابه» سیمه چې په اتمه ناحیه هم یادیږي له مرکز سره یو ساعت فاصله لري طالبانو نیولې ده.د اوس لپاره امنیتي سرتیرو تکتیکي شاتګ کړی دی.تر څو خلکو ته تلفات ونه رسیږي."
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې بدخشان کې درې امنیتي پوستې نیولي دي.
«دو ابه» او «درګګ» سیمې د فیض اباد مرکز څخه په ۶۰ کیلومترۍ کې په اتمه ناحیه کې موقعیت لري.
پر همدې مهال ویل کیږي چې طالبانو د فیض اباد مرکز په څلورمه او دریمه ناحیه کې هم تلاشي پیل کړې ده،خو امنیتي چارواکي وايي چې یادې سیمې د دوی په کنټرول کې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8ye8huqe8hz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته