افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا د صنعت اونۍ په مناسبت پرون د غبرګولی ۱۵ مه د «نوی پسرلی» په نوم عامه او نړیوال نندارتون جوړ شو.
د پلازمېنې افغاني ټولنې لوړ پوړو چارواکو او د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو، د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر او د صنعت، سوداګرۍ او کډوالو چارو وزیر او همدارنګه د ایران، پاکستان، ترکیې، د سفارتونو استازو ګډون کړي و.
محمد حسن شېرزی؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت اقتصادي سلاکار په دغه غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې په دا خبره ټینګار وکړ چې د افغانستان آبادي د ایران آبادي ده او وویل چې هېواد یې له افغانستان سره په ټولو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.
هغه زیاته کړه: "ایران په سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی.
هغه وویل: «ایران تل هڅه کړې چې د افغانانو زخمونه دوا کړي، سره له دې چې موږ تر سختو او وحشیانه نړیوالو بندیزونو لاندې یو، خو د افغانانو له ملاتړ څخه مو لاس نه دی اخیستی.
شېرزي وويل: "ايران چمتو دى چې په ټولو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
موږ د افغانستان د يو خودکفا هېواد په جوړولو کار کوو. موږ چمتو يو چې په ټولو زيربنايي پروژو کې همکاري وکړو، لکه د برېښنا د توليد مهمه پروژه."
هغه دې ته په اشارې سره چې سوداګر او صنعتکاران ترټولو غوره خلک دی چې کولای شی افغانستان جوړ کړی، وویل: د ایران اسلامی جمهوریت غواړی چې افغانستان ټولې اړتیاوې په خپله پوره کړی.
هغه په دې خبرې سره چې د ایران اسلامی جمهوریت په افغانستان کښې بیلا بیلې پراختیایی پروژې پلې کړی دی زیاته کړه: د افغانستان خلک زیار باسی او دغه هیواد به خامخا آبادیږی او د دغه هیواد ځوانان به نورو هیوادونو ته د مهاجرت ضرورت ونلری.
د هغه په وينا، هر څومره چې د افغانستان خلک هوسا وي هغومره به د ايران خلک هوسا وي او هر څومره چې په افغانستان کې ستونزې وي، هغومره به موږ ته زيان رسوي.
هغه په عین حال کښې ټینګار وکړ د ایران اسلامی جمهوریت له افغانستان سره د تجارت، تعلیم، اقتصاد او روغتیا په ټولو برخو کښې ملګرتیا ته چمتو دی.
د يادونې وړ ده چې د ايران د اسلامي جمهوريت مختلفو چارواکو له دې مخکې هم د اسلامي امارت له مشرانو سره په کتنو کښې د افغانستان د خلکو په همکارۍ او ملاتړ باندې تاکيد کړى دى.