افغان غږ خبری آژانس، د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د چهارشنبې په ورځ (جوزا ۲۵) په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا مهال داسې خبرې نه دي شوي.
هغه حتی د اسلامي امارت د پيژندګلوۍ په اړه وړاندوینه بې ځایه وبلله.
د هغه په وینا، "دا مهال د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو خبرې نشته، ډېر مسایل شته او هر ډول وړاندوینه بې ګټې ده."
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سه شنبې په ورځ د روسیې له دولتي ټلویزیون ۱ شبکي سره په مرکه کې ویلي، چې مسکو به د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې د لوېدیځ پرېکړه ونه مني.
هغه زیاته کړه چې د دې امکان شته چې دغه ډله د روسیې د حکومت له خوا په رسمیت وپیژندل شي. که اسلامي امارت د نړیوالو منل شویو قوانینو مطابق عمل کړي.
هغه د اسلامي امارت په اړه په مثبت ډول وویل چې دغه ډله چمتو ده چې له روسیې سره همکاري وکړي او له نړیوالو قوانینو سره سم حرکت وکړي.
کابلوف دا هم ویلي چې ولسمشر پوتین له افغانستان سره د همکاریو د زیاتولو او د غلې دانې او نورو محصولاتو د صادرولو امر کړی دی.
د هغه په وينا، په پام کې ده، چي په دې برخه کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په نږدې راتلونکي کې مسکو ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د روسيې د توليداتو د پېرلو په اړه يو تفاهم ليک هم لاسليک شي.