افغان غږ خبری آژانس، د عراق د استخباراتو او تحقیقاتو فدرالي ادارې د الانبار د والي په نوم د داعش یو مشر او د هغه درې تنه ملګري وژل شوي دي.
په بیان کې راغلي چې د داعش قوماندانانو فکر کاوه چې د انبار صحرا به د دوی لپاره خوندي ځای وي، خو د استخباراتو زړورو ځواکونو وکولای شول چې دغه دښته د داعش عناصرو لپاره په دوزخ بدله کړي.
د عراق د خبری آژانس (واع) د خبر له مخې، د دغه سازمان ځواکونه د والی الانبار (ابو منصور) او د هغه درې تنه ملګرى په نښه کړي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه جنايتکار تروريست يو له هغو مسوولينو څخه و چې په الرطبه سيمه عراقي اتباع په نښه کول.