دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 255471
د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د هوايي ډګرونو د سمبالښت تړون به ډېر ژر نهايي شي
د ځینو رسنیو په حواله، اسلامي امارت له متحده عربي اماراتو سره د دغه هېواد د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه وروستۍ هوکړې ته رسېدلی دی. ویل شوي چې که دغه تړون لاسلیک شي، افغانستان ته به نړیوالې الوتنې بیا پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس، د اسلامي امارت او متحده عربي اماراتو ترمنځ د هېواد د هوايي ډګرونو د سمبالښت هوکړه لیک نهايي کېږي. ویل کیږي چې دا موافقه ښايي په راتلونکو څو اونیو کې اعلان شي.
 
رسنیو خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت، قطر او ترکیې ترمنځ د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې اترې ناکامې شوې دي. تېر کال د پخواني حکومت تر نسکورېدو وروسته قطر او ترکیې د متحده عربي اماراتو ترڅنګ د افغانستان د هوايي ډګرونو د سمبالولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
 
ویل شوي، چې له قطر او ترکیې سره د خبرو له ناکامېدو وروسته به اسلامي امارت د افغانستان د هوايي ډګرونو مدیریت متحده عربي اماراتو ته وسپاري. د پخوا په څېر یې د کابل د هوايي ډګر مدیریت هم دغه هېواد ته سپارلی و.
 
د دغه قرارداد له مخې به افغانان د امنیتي برخو ترڅنګ د هوايي ډګر د مدیریت په چارو کې هم په کار وګمارل شي.
 
د یوه اماراتي شرکت (GAAC)چې د هوايي ډګرونو د سمبالښت چارې پر غاړه لري، ویلي چې د خبرو اترو له بشپړېدو وروسته به د افغانستان په هوايي ډګرونو کې خپل خدمات پیل کړي. شرکت ویلي چې دوی به د ملکي هوایي چلند د غیرقانوني لاسوهنو څخه د ساتنې لپاره ځانګړي خدمتونه وړاندې کړي او د افغانستان د هوایي ټرافیک او نورو خدماتو اداره کولو توان لري.
 
د اسلامي امارت د ترانسپورت وزارت ویاند تایید کړه چې له متحده عربي اماراتو سره د هوايي چلند د امنیت تړون لا دمخه لاسلیک شوی، خو زیاته یې کړه چې د دغه هېواد د هوايي ټرافیکو تړون لا نهايي شوی نه دی.
 
تمه ده چې د هېواد د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه د دې هوکړې له نهايي کېدو وروسته به نړیوال هوايي شرکتونه د پخوا په څېر افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdcjaie8vuqeixz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته