دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 256199
امریکا هڅه کوي چې بندې شوې پیسي یوه صندوق ته انتقال کړي د افغانستان د بیارغونې لپاره
امريکا او لوېديځ ملګري يې د سويس په ګډون له "اسلامي امارت" سره په خبرو اترو کې کار کوي چې د دغه هېواد د بهرنيو اسعارو د زېرمو د خلاصون لپاره يو ميکانيزم رامنځته کړي او د افغانستان د بيارغونې لپاره يې د پيسو صندوق ته ولېږدوي.
افغان غږ خبری آژانس: رویټرز خبري آژانس د سه شنبې په ورځ (اسد ۴) د یوې امریکايي سرچینې په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالات د سویس په ګډون له خپلو نورو متحدینو سره په خبرو بوخت دي او په پام کې لري چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د یوه صندوق د رامنځ ته کولو لپاره د د نړیوال بانک مدیریت رامینځته کولو سره اعتماد صندوق جوړ کړي.
 
په راپور کې راغلي چې دا صندوق به د افغانستان لپاره د بهرنیو پراختیايي مرستو د ترلاسه کولو لپاره جوړ شي.
 
ویل شوي چې "اسلامي امارت" او متحده ایالات د دغه صندوق د چارواکو او همدارنګه د دې ادارې د څارونکي پلاوي د ټاکلو پر سر اختلاف لري.
 
امریکايي سرچینې ویلي چې د دغه صندوق له جوړېدو سره به یو نړیوال پلاوی وګمارل شي چې د بهرنیو مرستو او دغه صندوق ته د افغانیو د منجمد شویو پیسو د لېږد بهیر وڅاري.
 
د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې د امریکا او سویس د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو په دې اړه له مستقیمو څرګندونو ډډه کړې ده.
 
له بلې خوا په راپور کې د "اسلامي امارت" یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې "اسلامي امارت" د دغه ډول بسپنې جوړول نه ردوي، خو د امریکا له وړاندیز سره یې د دریمې ډلې د جوړولو مخالفت کوي.
 
هغه څه چې په دې راپور کې مهم او یاد شوي هغه دا دي چې د دې صندوق له جوړېدو سره باید د افغانستان کنګل شوې پیسې چې د امریکا له خوا بندې شوې وې، دې صندوق ته انتقال شي.
 
په ورته وخت کې د افغانستان په اړه د تاشکند غونډه نن د امریکا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د استازو په حضور کې روانه ده. د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو ازادول او پر «اسلامي امارت» د بندیزونو لرې کول د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وو.
 
https://avapress.com/vdchw-niw23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته