دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 259643
له تاجکستان څخه کاناډا ته د ۳۲۶ افغان کډوالو لېږد
د کاناډا د مهاجرت وزیر شان فریزر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په تاجکستان کې میشت ۳۲۶ افغان اتباع چې د چهارشنبې په ورځ (میزان ۲۰) په یوه ځانګړې الوتکه کې کاناډا ته انتقال شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کاناډا د مهاجرت وزیر شان فریزر وايي، د چهارشنبې په ورځ له تاجکستان څخه په یوه ځانګړې الوتکه کې ۳۲۶ تنه افغان کډوال کاناډا ته انتقال شول.
 
فریزر په یوه ټویټ کې زیاته کړې، چې تر دې دمه کاناډا ته د افغانانو شمېر ۲۱۷۰۰ ته رسېدلی دی. خو د دې شمېرې له مخې تېر کال دغه هېواد اعلان وکړ چې ۴۰ زره افغانان به د کډوالۍ په توګه ومني.
 
په ورته وخت کې د ابوظبۍ په کمپ کې مېشتو افغان کډوالو لاريون وکړ چې موږ دلته بنديان يو او د امريکا متحدو ايالتونو ته د سپارلو غوښتنه يې کوله.
 
د جمهوري نظام له ړنګېدو او پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په زرګونو هېوادوالو هجرت پیل کړ، چې ځینې یې خپلو منزلونو ته ورسېدل. خو یو زیات شمېر یې په ګاونډیو هېوادونو کې په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
 
https://avapress.com/vdceeo8wxjh8npi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته