دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 259979
په آلمان کې د افغان مهاجرو منل؛ کډوال د سرپناه د نشتوالي خبره کوي
د آلمان حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به هره میاشت زر تنه نوي کډوال ومني. په همدې حال کې په جرمني کې کډوال د سرپناه له نشتوالي، د افغانستان او اوکراین تر منځ د تبعیض او په کمپونو کې د ژوند له ناوړه شرایطو شکایت کوي.
افغان غږ خبری آژانس: په داسې حال کې چې د آلمان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو د څه باندې یو زرو افغان مهاجرو او د هغوی د کورنیو د منلو د میاشتني پلان سره موافقه کړې، په دغه هیواد کې میشت یو شمیر افغان کډوال د کورونو له نشتوالي او د ژوند له ستونزو شکایت کوي. کمپونه
 
د تسنیم په خبره، یو تن افغان کډوال چې د کابل له سقوط وروسته جرمني ته کډوال شوی او اوس له خپلې کورنۍ سره د «مونشن» په ښار کې په موقتي کورونو کې ژوند کوي، د کډوالو د ژوند د ستونزو په اړه وویل چې لسګونه کورنۍ په څلور پوړیزه ودانۍ کې ژوند کوي او د دوی لپاره د ژوند اسانتیاوې کافي ندي.
 
دغه کډوال چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې د هوا په سړه کېدو سره ماشومان ناروغه کېږي، خو د کورونو د ګرمولو لپاره کافي اسانتياوې نه لري.
 
نوموړي د هرې کورنۍ لپاره د جلا تشنابونو او پخلنځي نشتوالى، په يوه خونه کې د ډېرو کسانو د اوسېدو ځاى او د محرميت نه شتون په کمپونو کې د کډوالو د ژوند د نورو ستونزو په توګه ياد کړ.
 
دغه افغان کډوال له اوو مياشتو څخه په جرمني کې د اوسېدو په اړه وويل چې لا معلومه نه ده چې خلک به کله په جلا کورنو کې مېشت شي او ځينې کورنۍ له دوو تر درېيو کلونو تېرېدو سره هم په کمپونو کې پراته دي.
 
هغه زیاته کړه چې په آلمان کې موقتي کورونه د خصوصي شرکتونو له خوا اداره کیږي او د آلمان حکومت د پناه غوښتونکو له ستونزو څخه خبر نه دی.
 
د «نورمبرګ» په ښار کې مېشت يو بل کډوال هم په جرمني کې له افغان کډوالو سره د تبعيضي چلند په اړه وايي چې په دغه ښار کې د اوکرايني کډوالو په پرتله د افغان کډوالو اداري چارې ته ډېره پاملرنه نه کېږي او افغان کډوالو ته ډېر کم کورونه ورکول کېږي.
https://avapress.com/vdcguy9xyak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته