دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 260528
عمران خان د اسلام آباد پر لور د خپلو پلویانو لاریون وځنډاوه
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد پلازمېنې اسلام آباد ته د خپلو پلویانو لاریون وځنډاوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه خپور شو چې عمران خان د همدې لاریون پر مهال په یوه برید کې ټپي شو.
 
د جمعې په ماښام له دې پېښې وروسته په خپله لومړۍ ټلویزیوني وینا کې عمران خان وویل چې د اسلام آباد پر لور به خپل لانګ مارچ د اوس لپاره وځنډوي او کله چې یې زخمونه روغ شي بیا به پیل کړي.
 
هغه زیاته کړه چې هغه پوهیږي چې کیدای شي یو ځل بیا برید وشي.
 
عمران خان ادعا کوي چې په دغه برید کې لومړی وزیر شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله او د پاکستان د استخباراتو یو افسر فیصل نصیر لاس درلود.
 
د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ویلي، تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.
 
باید وویل شي چې د عمران خان د ژوند د سوځولو هڅه د ایران د اسلامي جمهوریت په ګډون د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د مشرانو له خوا غندل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdciruarvt1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته