دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 260775
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته د خدماتو رسولو لړۍ چټکه کړې ده
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د افغانستان خلکو ته یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر چټک کړی دی. دغه سازمان ویلي دي چې سږ کال په افغانستان کې څه باندې ۳۲ زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په داسې حال کې چې په هېواد کې ډېر خلک له خطر سره مخ دي او ژمی په رارسېدو دی، د افغانستان خلکو ته یې د اړینو خدمتونو او روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
 
د دغه سازمان د راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې څه باندې ۳۲ زره افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
 
د دغه سازمان په دغه راپور کې راغلي دي: بې ثباته امنیتي وضعیت او د مختلفو ساري ناروغیو لکه شدید اسهال، شري، ډینګي تبې، ملاریا او کورونا خپریدو هم د دغه هیواد په اغیزمنو خلکو منفي اغیز کړی دی.
 
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړه: د اکټوبر په میاشت کې په ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو کې د ډینګي تبې پېښې ثبت شوې او د شري له دوه زره زیاتې پېښې هم ثبت شوې دي.
 
د دغه سازمان د راپور له مخې، د خلکو د ژوند د وضعیت او د ناسم روغتیايي سیستم له امله باید د ژمي په موسم کې په سیاري کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي تمه وشي.
 
دغه راپور زیاتوی چې د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د چټکتیا په موخه دغې ادارې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د واکسیناسیون د پلانونو د لارښوونې په هدف تر سلو ډېر مدیران روزلي دي.
 
https://avapress.com/vdccmxqip2bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته