دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 260795
په جوزجان کې یو صنعتي پارک جوړیږي
د جوزجان د صنایعو او سوداګرۍ ریاست مسؤلین وايي، د دې ولایت د اقچې په ولسوالۍ کې د سوداګرۍ د پراختیا، ودې او د پانګونې د جلبولو په هدف به یو صنعتي پارک جوړ شي.
افغان غږ خبری آژانس: د جوزجان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نیاز محمد تواب افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د اقچې په ولسوالۍ کې د صنعتی پارک جوړول د پانګونې د ملاتړ لپاره یوه جدی اړتیا ده او د دغه وزارت په غوښتنه په دې برخه کې د سوداګرۍ او صنایعو اداره قوي اراده لري.
 
د جوزجان د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر په وینا، په دغه پارک کې چې د آقچې ولسوالۍ په سا سرک کې موقعیت لري، اوسمهال ټولې اسانتیاوې برابرې شوي او سوداګر او پانګوال کولای شي د فابریکو او تولیدي شرکتونو په جوړولو سره خپل کاروبار ته وده ورکړي.
 
په همدې حال کې د جوزجان یو شمېر سوداګر او پانګوال د صنعتي پارکونو جوړول په هېواد کې د اقتصاد په وده او پانګونې کې مهم بولي او د فابریکو او تولیدي شرکتونو د جوړېدو ډاډ ورکوي.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي امارت له جوړېدو سره په جوزجان کې پانګونې ته د سوداګرو لېوالتیا زیاته شوې ده.
 
https://avapress.com/vdceo78wnjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته