دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 260822
پلازمینه عصري ټرانسپورټي سیسټم نلري/ ښاري بسونه به ډیر ژر په کابل کې فعال شي
د کابل ښاروالۍ مسؤلین وايي، ډېر ژر به د کابل ښار په ټولو لارو کې د ښاریانو د تګ راتګ لپاره دولتي بسونه په ازمایښتي ډول فعال شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاریان وايي چې د افغانستان لوی ښارونه په ځانګړې توګه پلازمینه د ښاري ترانسپورټي بحران سره مخ دي.
 
د دوی په وینا، د ښاري بسونو نشتوالی او د بس تمځایونو نشتوالی د دې لامل شوی چې ښاریان وخت ضایع کړي او خپل منزل ته د رسېدو لپاره د مسافر وړونکو موټرو لپاره اوږده انتظار باسي.
 
 د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکي قدرت الله ابراهیمي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د ښاري بسونو نشتوالی د دې لامل شوی چې ښاریان د موټر د راتلو لپاره ډېر وخت په تمځایونو کې انتظار وباسي.
 
د کابل دغه اوسېدونکی ټینګار کوي، چې ځینې وختونه بسونه د خلکو له ناڅرګندتیا څخه په ګټې اخیستنې د دوی په خوښه کرایه اخلي او د څو دقیقو لپاره له تمځاي پرته د مسافرو د پورته کولو لپاره ودریږي.
 
د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکي عزت الله نوري هم له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: چارواکي باید د کابل ښاریانو د ترانسپورټي ستونزو د حل لپاره جدي کار وکړي، ځکه د دې ولسوالۍ خلک له څو کلونو راهیسې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
هغه همدارنګه څرګنده کړه: "د کابل ښاریان په اوسني وضعیت کې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي، باید د ښاري بسونو فعالیت بیا پیل شي، څو خلک په بېلابېلو وختونو کې ترې ګټه پورته کړي."
 
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: ډېر ژر به د کابل ښار په ټولو لارو کې د ښاریانو د تګ راتګ په موخه دولتي بسونه په ازمایښتي ډول فعال شي او اوس د کابل ښاروالۍ د بسونو په ټولولو کار کوي. له دولتي څانګو څخه چې د راټولولو او بیارغونې وروسته به د کابل خلکو ته د لاسرسي وړ وي.
 
ده د دې په څرګندولو سره چې اوس مهال د کابل ښار په دوو لارو کې د ښاريانو د تګ راتګ لپاره ١٥ بسونه فعال دي، زياته کړه: له نورو دولتي ادارو څخه د بسونو په راټولولو او ترميمولو سره به د کابل ښار په ټولو ١٦ لارو کې بسونه فعال شي.
 
بارکزي څرګنده کړه: د کابل ښاروالۍ د ترانسپورت له وزارت سره په همغږۍ په داسې پلان کار کوي، چې که شته بسونه د کابل ښاریانو غوښتنې پوره کړي، نو له نورو هېوادونو نه به نوي بسونه واخلي.
 
ده دا هم وويل: د کابل ښاروالۍ د تمځایونه ستونزه نه لري، ځکه د جمهوري رياست پر مهال د کابل ښار په ټولو لارو کې ٢٦٤ تمځایونه جوړ شوي او اوس هم شته.
 
بارکزي همداراز څرګنده کړه: د جمهوري ریاست پر مهال کابل ښاروالۍ ته د ښاري بس تمځایونو د جوړولو دنده ورکړل شوې وه، په هغه وخت کې کابل ښاروالۍ د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې ۲۶۴ تمځاي جوړ کړي وو، د ترانسپورټ وزارت چې له هند څخه د بسونو د پېرلو دنده پر غاړه درلوده.
 
د يادونې وړ ده، چې هند، ايران، جاپان او يو شمېر نورو هېوادونو په بېلابېلو وختونو کې د افغانستان پخوانيو حکومتونو ته ښاري بسونه ورکړي، خو د حکومت د نه پاملرنې له امله دغه بسونه له کارونې پرته په ټپه ولاړ دي.
 
https://avapress.com/vdcf0xd00w6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته