دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 261035
د امریکا لخوا د افغانستان د اشغال په شل کلنه موده کې زیربناوو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې
د اقتصاد وزارت سرپرست د افغانستان او ایران د خراسان رضوي ولایت ترمنځ د اقتصادي همکاریو په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور او اشغال په موده کې د دغه هېواد زیربناوو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د افغانستان او ایران د خراسان رضوي ولایت ترمنځ د اقتصادي همکاریو په غونډه کې وویل چې د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي مفتش د راپور له مخې( سیګار) وویل، په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ۱۴۴ میلیارده ډالر لګول شوي، خو د خلکو د ژوند کومه برخه نه ده ښه شوې او نه هم د زېربناوو په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی.
 
ښاغلي حنیف د افغانستان د ترانسپورت د وضعیت په بیانولو سره یادونه وکړه چې د اشغال په وخت کې نه یوازې دا چې ترانسپورتي زیربناوې له پامه غورځول شوي، بلکې د تولید لپاره اقتصادي هڅونې هم نه دي شوي.
 
د اقتصاد وزارت سرپرست پر افغانستان د امریکايي اشغال یوې اغېزې ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان د اشغال پر مهال موږ په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شو، چې د امریکا د اشغال پایله ده.
 
https://avapress.com/vdcc1sqip2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته