دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 262202
اسلامي امارت د نړیوالو مرستو د ویش د څارنې غوښتنه وکړه
پرون (یکشنبه، قوس ۲۰) د اسلامي امارت د مالیې وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره د لیدنې پر مهال له اسلامي امارت وغوښتل چې د نړیوالو مرستو د ویش او مصرف څارنه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: یوناما د دې غونډې په اړه په خپل ټویټر کې لیکلي چې روزا اوتنبایوا د اسلامي امارت له وزیر سره د افغانستان پر «ملي بودیجې او اقتصادي پلانونو» خبرې وکړې او ټاکل شوې چې دا ناستې دوام وکړي.
 
د اسلامي امارت د مالیې وزارت ویلي دي چې روزا اوتنبایوا د اقتصادي ثبات د رامنځته کولو او د عادي او پراختیایي بودیجې د پلانولو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان «له افغانستان سره خپلو مثبتو اړیکو ته دوام ورکوي» ستاینه او ژمنه وکړه.
 
وروسته له دې چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، له افغانستان سره نړیوالې مرستې د خوراکي توکو او د افغانستان د روغتیا په برخه کې د مالي مرستو په برخه کې په بیړنیو مرستو پورې محدودې شوې.
 
مرستندویه هېوادونه ټینګار کوي چې دغه مرستې به د اسلامي امارت له لاسوهنې پرته ولګول شي.
 
https://avapress.com/vdcjy8e88uqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته