دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 262285
په ۱۵ میاشتو کې د شیرخان بندر په عوایدو کې څو چنده زیاتوالی
د کندز ولایت د شیرخان بندر سوداګریز ګمرک چارواکي له دغه بندر څخه د سوداګریزو توکو په عوایدو کې د بې ساري زیاتوالي خبر ورکوي او وايي: تر اوسه په ۱۵ میاشتو کې له ۳۲۰ میلیونو افغانیو زیات صادراتي عواید ترلاسه شوي چې څو برابره زیات شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: پرون سه شنبه (قوس ۲۲) د کندز ولایت د شیرخان بندر عملیاتي قوماندان مولوي خیرالله صبغت وویل چې د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو د صادراتو په ترڅ کې تاجکستان ته په تېرو څو مياشتو کې د دغه ګمرک د عوايدو د زياتوالي يو له لاملونو څخه دي.
 
د هغه په ​​وينا، په تېرو ١٥ مياشتو کې د شېرخان بندر له لارې د ترانزيټي توکو له صادراتو څخه څه باندې ٣٢٠ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي، چې د تېر کال په پرتله څو برابره زيات شوي دي.
 
په همدې حال کې د کندز ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالمتین یوسفزي د تاجکستان له خوا د ویزو نه ورکول یوه جدي ستونزه وبلله او د اسلامي امارت او ګاونډیو هېوادونو له چارواکو یې وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.
 
په ورته وخت کې د دغه ګمرک يو تن موټر چلوونکى هستي خان د وارداتو او صادراتو له ښه والي څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي: هغه ترانزيتي لګښتونه چې په تېرو کلونو کې موجود وو، له منځه تللي او د سوداګرو لپاره غوره کاري چاپيريال رامنځته شوى دى.
 
د شېرخان په سوداګريز بندر کې يو بل موټر چلوونکي غلام نبي هم د خپلو شخصي ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل: د پولې دواړو غاړو ته بار وړونکې ادارې له دوى څخه ١٥٠ افغانۍ اخلي.
 
شیرخان بندر یو له لویو ګمرکونو څخه دی چې د تاجکستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونه له افغانستان سره نښلوي.
 
د يادونې وړ ده، چې دغه شمېره د هېواد له صادراتي توکو څخه ترلاسه شوې ماليه ده او په ورته وخت کې له وارداتي ترانزيټي توکو څخه هم عايد ترلاسه کېږي. د افغان غږ خبری آژانس خبريال په پرله پسې هڅو سره ونه توانيد چې د دغه بندر د وارداتي مالياتو ارقامو ته لاسرسى ومومي.
 
https://avapress.com/vdcaaunum49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته