دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 262866
متقی: فشار او بندیزونه کار نه کوي ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی وايي، پر افغانستان فشارونه او بندیزونه به کار نه کړي، بلکې ستونزې باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی نن یکشنبه (جدی ۴) د "مالي جرمونو د معافیت او له صنعت او سوداګرۍ څخه د ملاتړ" په غونډه کې وویل، چې پر افغانستان فشارونه او بندیزونه به کار ونه کړي، خو د خبرو او تفاهم له لارې ستونزې حل کېدای شي.
 
متقی څرګنده کړه، لکه څنګه چې د اسلامي امارت ځواکونو د هېواد د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړي، همدا ډول سوداګر او سرمایه دار هم باید د هېواد د اقتصادي پرمختګ په لاره کې په موثره توګه هڅې وکړي.
 
امیرخان متقی زیاته کړه، چې د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي، چې سوداګرو او پانګوالو ته د ویزو په برخه کې د اسانتیا په ګډون ټولې ستونزې هوارې کړي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، چې اوس د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې هېڅ ګواښ نشته، نو له دې فرصته باید استفاده وشي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی وویل، د افغانستان مزاج داسې دی چې په همکارۍ او تبادلې سره پرمخ ځي او په تفاهم سره حل کېدای شي.
 
هغه د افغانستان او پاکستان وروستیو سرحدي تاوتریخوالو ته په اشارې سره زیاته کړه: موږ خپل ګاونډي هېواد پاکستان ته وایو چې تاوتریخوالی او کړکېچ د هیچا په ګټه نه دی، موږ تاسو خپل مسلمان ورور او ګاونډی ګڼو، تاسو باید ورته نظر ولرئ.
 
ده په دې خبرې سره چې د پاکستان لپاره ترانزيټي لارې خلاصې شوې دي، وويل: د ستونزو د حل لپاره بايد د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ متقابل تعامل وشي.
 
https://avapress.com/vdcfv0d0vw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته