دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 260412
متقی د اسلامي امارت مخالفو سیاستوالو ته؛ بیرته راشئ او په افغانستان کې په عزت سره ژوند پیل کړئ
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، د پخواني حکومت له سیاستوالو او د اسلامي امارت له مخالفینو څخه چې په دې وروستیو کې یې د ایتلاف د جوړولو هڅې کړې دي، غوښتي چې افغانستان ته راستانه شي او په وقار سره ژوند وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: په یوه ویډیو کې چې نن سه شنبه (عقرب ۱۰) په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د پخواني حکومت له سیاستوالو او د اسلامي امارت له مخالفینو څخه چې په دې وروستیو کې یې د ایتلاف د جوړولو هڅې کړې دي، غوښتي چې افغانستان ته راستانه شي او په وقار سره ژوند وکړي.
 
ښاغلي متقي ټینګار وکړ چې د نورو خدمت کول پخوا ګټور وو خو له دې وروسته ګټور به نه وي.
 
هغه له سیاستوالو وغوښتل چې افغانستان ته راشي او د عزت تر سیوري لاندې ژوند وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال محمد سروردانش د "افغانستان د عدالت او ازادۍ" په نوم ګوند جوړ کړی او همدارنګه محمد حنیف اتمر او یو شمېر نورو سیاستوالو د "ملي سولې او عدالت غورځنګ" په نوم یو حرکت جوړ کړی دی. .
 
تر دې وړاندې د افغانستان د ژغورنې په موخه د ملي مقاومت عالي شورا د یو شمېر نورو سیاستوالو له خوا جوړه شوې وه.
 
بايد يادونه وشي چې دغه سازمانونه ټول په بهر کې جوړ شوي دي
https://avapress.com/vdca6wnuu49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته