دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 263499
د اسلامي امارت رهبري پلاوي په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ اتل قول اردو څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت وايي، د اسلامي امارت رهبري هیئت مشر ملاهبت الله اخندزاده په هلمند ولایت کې له ۲۱۵ اتل قول اردو څخه لیدنه وکړه او له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي او له خلکو سره مهربانه وي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت نن سه شنبه (جدی ۱۷) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د افغانستان د اسلامي امارت مشر په هلمند ولایت کې له ۲۱۵ اتل قول اردو څخه لیدنه وکړه او پر امنیتي ځواکونو یې ټینګار وکړ چې د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا څخه ساتنه وکړی.
 
د اسلامي امارت مشر له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې هوښیار واوسي او له هر اړخیزو خلکو سره مرسته وکړي.
 
اخندزاده په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکړی، چې په هره برخه کې به ورسره همکاري کوي.
 
باید یادونه وشي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې د حکومت مشر ملابت الله اخندزاده له یوې پوځي قول اردو څخه لیدنه کوي.
 
https://avapress.com/vdci3par3t1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته