دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 263639
د هرات والي: ټول اړوند بنسټونه باید د ژمي د رارسیدو لپاره چمتووالی ونیسي
له طبيعي پېښو سره د مبارزې کمېټې غونډه پرون (دوشنبه، جدی ۱۹) په هرات ولايت کې د سيمه ييزو مسئولينو په حضور کې د بېړنيو حالاتو د څېړلو او ورسره د مبارزې په موخه جوړه شوه. په دې کتنه کې د هرات والي ټينګار وکړ چې ښاريانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول د ولايت مقام له کاري لومړيتوبونو څخه دي او د راتلونکي ژمي لپاره ټول رياستونه بايد جدي چمتووالى ونيسي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په دې ناسته کې د هرات د سیمه ییزو ارګانونو مسئولینو د راتلونکي ژمي د وضعیت په اړه خپل نظر څرګند کړ او د هرات ښار او ولسوالیو د ځینو زیان منونکو سیمو په اړه یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
 
په دې کتنه کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار وویل: له طبیعي پیښو سره د مبارزې اداره مکلفه ده چې له ټولو طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره بشپړ چمتووالی ولري.
 
هغه ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه وکړه، چې په دې برخه کې له پېښو سره د مبارزې له رياست سره همکاري وکړي او ټينګار يې وکړ: دولتي ادارې مکلفې دي، چې لومړى زيانمنې سيمې مشخصې کړي.
 
د هرات والي ټینګار وکړ: د اړتیا په صورت کې باید د ښار او ولسوالیو له زیانمنو شویو سیمو سره مرستې وشي.
 
نوموړي دغه راز وويل: ښاريانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول د ولايتي ادارې له کاري لومړيتوبونو څخه دي او په کار ده، چې ټول رياستونه د راتلونکي ژمي لپاره جدي چمتووالى ونيسي.
 
https://avapress.com/vdcexx8wojh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته