دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 263789
په هیواد کې د مخدره توکو د قاچاق کمښت؛ په دې تړاو ۴۵۰۰ کسان نیول شوي دي
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، له افغانستان څخه بهر ته د نشه يي توکو په قاچاق کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی راغلی او تر اوسه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو شاوخوا څلور نیم زره کسان نیول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې له افغانستان څخه بهر ته د نشه يي توکو په قاچاق کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی راغلی دی.
 
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي زیاتوي، چې اوس نشه يي توکي له یو شمېر ولایتونو څخه بهر ته قاچاق کېږي.
 
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست د معلوماتو له مخې، د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نږدې څلور نيم زره کسان نيول شوي دي.
 
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې رئیس حسیب الله احمدي وویل: د هېواد له فتحې وروسته اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي او د پخوا په پرتله د نشه يي توکو قاچاق کم شوی دی.
 
په ورته وخت کې هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست په پنجاب ایالت کې د هیروینو د پروسس په تور د دوو افغانانو په ګډون شپاړس کسان نیولي دي.
 
په دې اړه د هند د پنجاب ایالت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ادارې مرستیال ګیانشور سینګ وویل: په تحقیقاتو کې مو په لودیانا کې د هیروئینو د تولید دوه فابریکې چې د دوو افغان اتباعو له خوا اداره کیدې ویجاړې کړې. دغه دوه افغان اتباع هم نیول شوي دي. د دې شبکې سلسله په پاکستان، افغانستان او دوبۍ او همدارنګه د هند په ډېرو ایالتونو کې شتون لري.
 
بل خوا یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې له هېواده بهر د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره باید سرپرست حکومت د کشف سیستم فعال کړي.
 
په دې اړه د سیاسي چارو کارپوه محمود حنیف الکوزی وايي چې ښايي دا یوه منظمه یا جنایتکاره کړۍ وي او یا هم یوه نړیواله مافیا وي چې پاکستانیان، هندیان او یو شمېر افغانان په کې شامل وي.
 
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د شمېرو پر بنسټ، د کوکنارو د اړولو په موخه څه باندې درې نيم زره عمليات شوي او د نشه يي توکو د توليد ١٣٤ کارخوني له منځه وړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcaaenuo49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته