دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 263860
په بادغیس کې د یخنۍ له امله پنځه تنه مړه شوي دي
د بادغیس ولایت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سختې یخنۍ له امله لږ تر لږه پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د بادغیس د والي ویاند مل پاسوال احمد حنظله وايي، د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د یخنۍ له امله یو شپون او څلور ماشومان مړه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه کسان د قادس ولسوالۍ د خيرخانې عليا، جاوالق او شيخانو د کليو اوسېدونکي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سختې يخنۍ له امله د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې يو شمېر څاروي هم له منځه تللي، چې د ځينو سرچينو په وينا، په بادغيس ولايت کې تر څلور زره ډېر څاروي هم له منځه تللي دي.

په همدې حال کې د هېواد لوېديځ ولايتونه په تېرو څو کلونو کې د تودوخې تر ټولو سړېدو شاهدان دي.

ویل کېږي چې په تېرو څو ورځو کې یوازې په هرات ولایت کې د یخ وهلو له امله ۲۵ تنه د هرات د حوزوی روغتون ایمرجنسي څانګې ته لېږدول شوي دي. له هرات څخه په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې په سخته یخنۍ کې بند ۱۲ مسافر ژغورل شوي دي.

د هېواد په ټولو لوېدیځو ولایتونو کې د بې ساري سړې هوا له امله سیمه ییزو چارواکو بېړنۍ کمېټې جوړې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcaienuw49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته