دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 263938
په جوزجان او فاریاب کې د سختې یخنۍ له امله ۵ ښځې او ماشومان مړه شوي دي
د هېواد په شمال کې د جوزجان او فارياب سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغو دوو ولايتونو کې د وروستۍ سړې هوا له امله پنځه ښځې او ماشومان مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئیس سیف الدین معتصم افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د آقچې ولسوالۍ په کوهستانات کلي کې د مواصلاتي لارو د بندیدو له امله دوه میرمنې او یو ناروغ ماشوم مړه شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه کسان روغتون ته نه دي رسېدلي او د ترانسپورتي لارو د بندېدو له امله مړه شوي دي.
 
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئيس زياته کړه چې ښايي په دغه ولايت کې د سړې هوا له امله د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي او مسئول بنسټونه هڅه کوي چې د يخنۍ له امله د زيانمنو شويو کسانو شمېرې راټولې کړي.
 
دغه راز د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رئيس شمس الله محمدي د دغه ولايت په المار ولسوالۍ کې د يوې ښځې او يوه ماشوم د مړ کېدو خبر ورکړ.
 
محمدي زياته کړه، چې دغه ښځه او ماشوم د يخنۍ له امله د لومړنيو اسانتياوو د نشتوالي له امله د المار ولسوالۍ په يوه لرې پرته سيمه کې ساه ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې وروستۍ سړې هوا په ټول هېواد کې تر لسو ډېر کسان وژلي او خلکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdcgww9x7ak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته