دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 265255
پوځي کارپوهان: په بهر کې روزل شوي کسان د امنیت په تامین کې اغېز لري
پوځي کارپوهان وايي چې اسلامي امارت باید له هغو کسانو څخه چې په بهر کې یې نظامي زده کړې کړي وي د خلکو د خدمت لپاره کار واخلي او هغوی باید د نظام په اساسي برخو کې په دندو وګمارل شي، ځکه دا کسان د هیواد په امنیت کې اغیز لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوځي کارپوهانو دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د چهارشنبې په ورځ ۱۹ یا ۲۰ هغه محصلین چې په پخواني نظام کې د پوځي مسلکي زده کړو لپاره هند ته استول شوي وو، د زده کړو له پای ته رسېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
 
اسلامي امارت ویلي: هغه افغان سرتیري چې په هند او یا نورو هیوادونو کې روزل شوي دي بیرته خپل هیواد ته ستانه شي او هغوی ته به وظیفه ورکړل شي او دغه روزل شوي عسکر به د ملت په خدمت کې وکارول شي.
 
د پوځي چارو کارپوه جان محمد الکوزي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي: اسلامي امارت باید له هغو کسانو څخه چې په بهر کې یې نظامي زده کړې کړي دي د خلکو د خدمت لپاره کار واخلي او د نظام په اساسي برخو کې په دندو وګمارل شي.
 
نوموړي په دې خبرې سره چې په اوسني حالت کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت مسلکي ځواکونو ته اړتیا لري، زیاته کړه: اسلامي امارت باید هڅه وکړي چې د تېر حکومت هغه عسکر چې له دندو څخه پاتې شوي، دعوت کړي او په دندو وګماري.
 
دغه پوځي کارپوه په اوسنيو شرايطو کې دامنيت دتامينولو او دجرمونو دکمښت لپاره په امنيتي سکتور کې د مسلکي او روزل شويو کسانو شتون اړينه وبلله او زياته يې کړه چې د امنيتي منسوبينو مناسب او مسلکي چلند دخلکو په امنيتي ځواکونو باور کوي .
 
هغه ټینګار وکړ: امنیتي ستونزې به په تاوتریخوالي او غیر مسلکي چلند سره حل نه شي، بلکې د هېوادوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ به واټن رامنځته کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېرو مياشتو کې لسګونه پوځي زده کوونکي چې د روزنې لپاره نورو هېوادونو ته تللي وو، هېواد ته راستانه شوي او د ملي دفاع په وزارت کې په دندو ګمارل شوي دي.
https://avapress.com/vdcammnum49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته