دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 265721
په هیواد کې د لویدیځ پوځي اډې په اقتصادي زونونو بدلیږي
د رئیس الوزرا د دفتر اقتصادي کمېسیون اعلان کړی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې به په ځانګړو اقتصادي زونونو بدلې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن (دلوې ۳۰) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه طرحه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې تصویب شوه. د بهرنیو ځواکونو له خوا د پاتې شویو پوځي اډو د بدلولو په هدف باید ځانګړي اقتصادي زونونه د پلان له مخې په تدریجي ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي او یوازې په کابل او بلخ کې دې عملي کار پیل شي.
 
په دې غونډه کې د شاه او عروس بند پاتې برخې د کارونو د بشپړېدو او د کار د کیفیت د ښه والي په اړه د دغه وزارت د اقتصادي مرستیال په ګډون ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې پاتې چارې وڅېړي او د دې برخې د کار کیفیت تر پوښتنې لاندې راوستل او د اقتصادي کمیسیون راتلونکې غونډې ته راپور ورکړل شي.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې د اورګاډي پټلۍ او برېښنا ته د لومړیتوب ورکولو په هدف به د اوسپنې پټلۍ د ادارې تر څارنې او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ دوه جلا کمېټې جوړې شي، څو د اورګاډي پټلۍ او د برېښنا د تولید پروژې په ګوته کړي چې د افغانستان د داخلي عوایدو په مرسته چارې یې بشپړې شي.
 
د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د نوي ښاروالۍ د پارک د جوړولو د پلان په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه او پرېکړه وشوه چې په دغه پلان کې تعدیل دې د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت او کابل ښاروالۍ سره شریک شي او بیا اقتصادي کمیسیون ته وسپارل شو.
 
https://avapress.com/vdcirwarzt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته