دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 265935
په ننګرهار کې د خاتم الانبیاء د شکر ناروغۍ مرکز د بیارغاونې چارې بشپړې شوې
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت اعلان کړی چې د دغه هېواد له خوا په ننګرهار کې د افغانستان د خاتم الانبیاء د شکرې د مرکز د بیارغونې او تجهیز چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به دغه طبي مرکز پرانستل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت اعلان کړی چې په ننګرهار کې د افغانستان د خاتم الانبیاء د شکرې ناروغۍ مرکز د بیارغونې او تجهیز چارې د دغه هېواد له خوا بشپړې شوې او دغه طبی مرکز به ډیر ژر پرانستل شي.
 
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت نن (پنجشنبه، کب ۴) په یوه ټوېټ کې ویلي، چې په ننګرهار ولایت کې د افغانستان د خاتم الانبیاء د شکرې ناروغۍ د مرکز د جوړولو او روزنې په موخه یو افغان طبي ټیم ایران ته استول شوی دی.
 
خو تیره اونۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا وزیر د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزه همکاري اړینه وبلله او ویې ویل: په بامیان کې د زړه د ناروغیو د ۲۰۰ بستریز روغتون چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به ورته تجهیزات ولېږدول شي.
https://avapress.com/vdcfmtd0tw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته